افغانستانخبرونه

کاپیسا کې یو ۱۵ کلن ځوان وژل شوی

کابل ټيليګراف، کب ۱۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال

کاپیسا کې د طالبانو د ولایت د مقام رسنیز دفتر وایي، په دغه ولایت کې یو ۱۵ کلن ځوان ناپېژانده‌کسانو په چریز ټوپک وېشتلی او وژلی یې دی.

کاپیسا کې د طالبانو ولایت د مقام په خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه نن سهار د حصه اول ولسوالۍ په باکوخم سیمه کې شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي،  دغه د سهار له لمانځه وروسته کورته روان و چې وژل شوی دی.

تر اوسه د پېښې په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي.