ځانګړي برخهراپورونه

د جرمني حکومت د افغانستان سفارت ته: یا له طالبانو سره تعامل وکړئ یا سفارت وتړئ

کابل ټیلیګراف ته د رسېدلو معلوماتو پر بنسټ، د جرمني حکومت ددې هېواد په برلین ښار کې د افغانستان سفارت او په بون کې قونسلګرۍ ته تر راتلونکې اونۍ ضرب‌الاجل ټاکلی چې یا له طالبانو سره تعامل وکړي او یا هم دغه دفترونه وتړي.

د دغو معلوماتو له مخې، د جرمني حکومت افغانستان ته د ۲۸ کسانو تر استولو وروسته په برلین کې د افغانستان سفارت او په بون ښار کې قونسلګرۍ ته ګوتڅنډنه کړې چې د طالبانو سره تعامل ته غاړه کېږدي.

څه موده وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ۱۴ سفارتونه بې اعتباره اعلان کړل او وروسته یې د هغو کوربه هیوادونو ته یو لیک ولیږه او ورڅخه ویې غوښتل چې دا سفارتونه بند کړي.
راپورونه وايي چې د کوربه هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو پر افغان سفارتونو او قونسلګریو فشارونه ډېر کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پرون د ترکیې په استانبول کې له افغان ډیپلوماټانو سره د خبرو پر مهال ویلي “د افغانستان د یو شمېر سفارتونو او قونسلګریو د همکارۍ د نشتوالي له امله موږ هغوی بې اعتباره اعلان کړل.”

متقي ددې لیدنې پر مهال څرګنده کړه چې په دې وروستیو کې متحده‌عربي اماراتو او ازبیکستان د دوی سفیران منلي او دغه راز ترکمنستان او قزاقستان ته هم د شارژدافیرانو په کچه ډیپلوماټان استول شوي دي.
هغه زیاته کړه نیږدې راتلونکي کې به په ځینو نورو هېوادونو کې مثبت پرمختګونه ولیدل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په ترکیه کې افغان ډیپلوماتانو ته وویل چې له افغانانو سره ښه چلند وکړي ځکه هغوی د فقر او بېکارۍ له امله افغانستان پرې اېښی دی.