ځانګړي برخهراپورونه

د افغانستان په تودو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونو ته بیا هم د زده کړو اجازه نشته!

د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی ښوونیز کال پیل شو او ډلې ډلې نارینه زده‌کوونکي ښوونځیو ته ولاړل.

کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، لغمان، کونړ او ننګرهار هغه ولایتونه دي چې نن پکې د هلکانو پر مخ ښوونځي پرانیستل شول خو تر شپږم ټولګي رپورته نجونو ته ښشونځیو ته د تګ اجازه نه ده ورکړل شوې.
وروسته تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱میلادي کال په اګست کې واک ته ورسېدل، تر شپږم ټولګي رپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل بیا یې نږدې کال وروسته د پوهنتون دروازې د دوی پرمخ وتړلې.

اخوا د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې په افغانستان کې ۲.۵ میلیون نجونې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

دې سفارت پرون د وږي ۱۴مه پر ایکس ټولنیزې شبکې ليکلي: “اوس مهال په افغانستان کې ۸۰ سلنه نجونې له زده کړو بې برخې دي او ۲.۵ میلیون نجونې زده کړو ته لاسرسی نه لري.”

د افغانستان لپاره د امریکا سفارت دغه راز لیکلي چې “راشئ د ټولو لپاره د زده کړو ملاتړ وکړو او ډاډ تر لاسه کړو چې هره افغانه نجلۍ هغه زده کړې وکړي چې وړ یې ده.”

له دې سره په یو وخت د ننګرهار د یو ښوونځي د لسم ټولګي زده‌کوونکې کابل ټیلیګراف ته په ناهېلۍ ویلي، فکر نه کوي چې د دوی پر مخ ښوونځي پرانیستل شي. هغې ویلي ” د اوسنیو حاکمانو له ارادو داسې ښکاري چې د نجونو پر مخ به ښوونځي تړلې پاتې وي. دا یوه ډېره ناځواني ده چې دوی د افغان نجونو په حق کې وکړه.”

نوموړې زیاته کړې چې د نړیوالو فشارونو هېڅ پایله ورنه کړه او په کوردننه هم هیڅوک د نجونو د زده‌کړو غږ نه شي پورته کولی.

لس ورځې وړاندې د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ویلي وو، د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د بیا پرانستلو په اړه ان پوښتنه کول هم تر «امر ثاني» پورې معطل ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې هم ویلي، سږ کال یو میلیون او ۴۰۰زره افغان نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو پاتې شوي دي.