افغانستانخبرونهسیمهنړۍ

د پاکستان خارجه وزیر: د افغانستان سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن یو

کابل ټیلیګراف د تلې ۲مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د پاکستان مرستیال لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر محمداسحاق دار وايي چې، هېواد یې د افغانستان په اړه د سولې، ثبات او هوساینې ته ژمن دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه (تلې دویمه) پر خپله اېکس‌پاڼه د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان د تماس ډلې د لومړنۍ غونډې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

دار په غونډه کې څرګنده کړې چې افغانستان باید له انزوا څخه وژغورل شي او د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو څخه یې وغوښتل چې له شرط پرته بشري مرستې د افغانانو لپاره برابرې کړي، د سوداګرۍ او بانکي سیستمونو بیارغونه وکړي، سیمه‌ییزې اړیکې پراخې کړي او د نړیوالو ژمنو د تطبیق لپاره خبرې وکړي.

هغه همدارنګه د پاکستان د خوندیتوب په اړه د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو له امله اندېښنه څرګنده کړه او له طالبانو یې  وغوښتل چې، د تروریزم پر وړاندې مشخص او د باور وړ اقدامات وکړي، څو سیمه‌ییز امنیت تضمین شي.

اسحاق دار همدارنګه د اسلامي همکاریو سازمان د متخصصینو د یوې کاري ډلې د جوړېدو وړاندیز وکړ، څو د افغانستان د ثبات لپاره یوه تګ‌لاره ترتیب کړي.

هغه ټینګار وکړ چې تلپاتې سوله یوازې د صداقت، متقابل درناوي او سیاسي ارادې له لارې ممکنه ده.