خبرونهنړۍ

 منځني ختيځ کې د ښوونيز کال پيل؛ غزه کې ۶۰۰زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې کړي

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د اسرائیلي ځواکونو د بریدونو له پيل نږدې کال بشپړېږي چې ورسره سم په منځني ختيځ کې نوی ښوونيز کال پيل شو خو د ۶۰۰زره زده کوونکي د ښوونځيو د ړنګېدو له امله له زده کړو بې برخې دي.

په منځني ختيځ کې د هر ميلادي کال د سپټمبر په میاشت کې نوی ښوونيز کال پيلېږي او د بل کال په جون کې رخصتيږي خو دا يو کال کېږي چې د غزې شپږ لکه زده کوونکي د جګړو  له امله ښوونځيو ته نه دي تللي.

د الجزيرې عربي تلویزيون په يو راپور کې ويلي چې د غزې د جګړې له امله اکثریت خلکو د خونديتوب په موخه ښوونځيو کې پناه اخېستې وه خو د اسرائیلي ځواکونو بمباریو ۸۰ سلنه د ښوونځیو ودانۍ ړنګې کړې دي.

په راپور کې راغلي چې د غزې ۶۳۰زره زده کوونکي د ۲۰۲۳کال د اکټوبر را پدې خوا ښوونځیو ته نه دي تللي، ۳۹ زره زده کوونکو د خپلو لوړو زده کړو له ازموینو پاتې شوي او د اسرائیلي پوځيانو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰ ښوونځي ړنګ شوي دي.

د الجزیر د راپور له مخې د اسرائیلي ځواکونو بریدونو کې تر اوسه ۲۵زره په شاوخوا کې زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې چې له ډلې يې ۱۰ زره زده کوونکي دي.