افغانستانخبرونه

هېواد کې د شري پېښې زیاتې شوي؛ سږکال ۶زره مثبتې پېښې ثبت شوي

د طالبانو د روغتیا وزارت وايي، په ماشومانو کې د شري/سرخکان ناروغۍ پېښې ډېرې شوې دي.

د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان وايي، سږکال په ماشومانو کې د سرخکان ناروغۍ ۶زره مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

زمان دا هم ویلي چې دوی پلان لري د شري واکسین ملي پلان تطبیق کړي.

اخوا د روغتیا نړیوال سازمان هم څو ورځې مخکې په افغانستان د شري د ناروغۍ په زیاتېدو اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې هلته د شري ټول ټال پېښې څه باندې ۵۲ زرو ته رسېږي.