افغانستانخبرونه

په تاشکند کې د طالبانو سفیر رسمي دنده پیل کړه

طالبان وایي د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د دوی لخوا معرفي شوي نوي سفیر عبدالغفار بحر د سفارت چارې پیل کړي.

په تاشکند کې د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې وايي،عبدالغفار بحر د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د نوي سفیر په توګه معرفی شوی او په دې مراسمو کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت مرستیال، په تاشکند کې افغان سوداګرو او د سفارت کارکوونکو ګډون درلود.

هیره دې نه وي چې د طالبانو حکومت تر اوسه هیڅ هیواد په رسمیت ندی پيژندلی خو یو شمېر هیوادنو یې استازي د سفیرانو په توګه منلي دي.