لوبې
د ابراهیم ځدران د خپې عملیات بریالي ترسره شول
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تکړه پیلیز توپوهونکي ابراهیم ځدراڼ د ښنګري عملیات پرون په انګلستان کې په بریالیتوب سره ترسره شول.
نوموړي ته له یوه فیزیوټراپېسټ سره د لس اونیو تمریناتو سپارښتنه شوې ده، ترڅو په بشپړه توګه روغ رمټ شي.
خپله ابراهیم ځدران په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: په ورستیو کې مې خپه ټپي شوې وه، او عملیات یې ترسره شول، الحمدالله عملیات بریالي وو او زه د رغیدو تمرین کوم.
نوموړي همدا راز لیکلي چې نور هیڅ نه غواړم یوازې بیرته میدان ته ستنیده غواړم چې د هیواد له پاره سیالۍ ترسره کړم.
ابراهیم ځدران د افغان کرکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی دی چې په ورستیو کې د تمرین پر مهال یې خپه ټپي شوه او د سویلي افریقا سره له لوبو پاتې شو.
کرکټ د نوموړي په اړه لیکي چې ډير زر کرکټ ته راوګرځي.