افغانستانخبرونه

د افغانستان خپلواکو رسنیو د بریټانیا او کاناډا د ازادۍ ګډه کلنۍ جایزه ترلاسه کړه

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې او د بریټانیا د استازو جرګې مرستیال د ازادۍ ګډه کلنۍ جایزه د افغانستان د خپلواکو رسنیو په استازولۍ د آمو ټلوېزیون مشر لطف‌الله نجفی‌زاده ته ورکړه.

د جایزې د ورکړې مراسم جمعه د تلې پر ۶مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر یان لیپاوفسکي، د کاسټاریکا د بهرنیو چارو وزیر ارنولډو اندره، د نوبل جایزې ګټونکې ماریا رسا، د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې مشرې جوډي ګینسبرګ او یو شمېر نورو مخکښو او پېژندل شویو څېرو ګډون درلود.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرې ملاني جولي او د بریټانیا د استازو جرګې مرستیال لارډ کولنز اف دا جایزه د هېواد د خپلواکو رسنیو په استازولۍ د آمو ټلوېزیون رئیس لطف‌الله نجفي‌زاده ته ورکړه.

د يادونې ده چې د رسنيو د ازادۍ کلنۍ جايزه له ۲۰۲۰ کال راهیسې هغو کسانو ته چې د بيان له ازادۍ او ډيموکراسۍ څخه دفاع کوي، ورکول کېږي.

تېرکال دا جایزه د مصر انلاین ورځپاڼې «مدامصر» ته ورکړل شوې وه.