خبرونهنړۍ

امریکا کې ډله ییزه غلا؛ د یو میلیون ډالرو په ارزښت یې سره زر غلا کړي

کابل ټیلیګراف د تلې ۴مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا په کیلفورنیا ایالات کې په فلمي انداز غلا شوې ده او په رڼا ورځ ۲۵ غلو د یو میلیون په ارزښت له یوې هټۍ د یو میلیون ډالرو په ارزښت سره زر وړي دي.

د پېښې د سي سي ټي وي ویډیو وایرل شوې، چې پکې لیدل کېږي غله د ټوپکونو او نورو تخریبي وسایلو سره پلورنځي ته ننوځي او په څو شیبو کې د غلا کولو وروسته په موټرو کې له سیمې تېښته کوي.

د پولیسو په وینا، لږ تر لږه غلو درې ټوپکونه او نورو تخریبي وسایل درلودل، چې د پلټنو پر مهال یې اوه تنه نیول شوي او د نورو د نیولو هڅې جریان لري.

د راپورونو له مخې، دا پېښه د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په ۲۲مه رامنځته شوې.