د ایران د بشري حقونو سازمان تازه بیا ویلي چې د دغه هېواد په شېراز عادل اباد په مرکزي زندان کې د دوو افغانانو په ګډون ۱۴ کسان اعدام شوي دي.
د یادو کسانو سره په تېرو دوو اوونیو کې په دغه زندان کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۱۹ ته ورسېد.
د روان میلادي کال په نهو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۳ افغانان په ایران کې اعدام شوي چې دا د تېرو څو کلونو پرتله څو برابره زیاتوالی ښيي.
دغه بنسټ ویلي، دوه کاله مخکې په ایران کې ۱۶ افغانان، خو تېر کال ۲۵ افغان وګړي اعدام شوي وو.