خبرونه

په بلوچستان کې اووه پنجابي مزدوان وژل شوي

د بلوچستان ایالات په پنجګور سیمه کې په یو کور وسله والو برید کړی چې له امله یې د یادې کورنۍ اووه کسان وژل شوي او یو ټپي دی.

د راپورنو مخې، ناملوم وسله وال د خودآبادان سیمې یوه کور ته ننوتي او هلته په مېشتو خلکو یې ډزې کړې دي.

پاکستاني پولیسو رسنیو ته ویلي چې وژل شوي کسان مزدوران او د پنجاب ایالت د ملتان سیمې اوسېدونکي وو.

د پېښې مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه ندی اخیستی خو په بلوچستان کې د پنجابي مزدورانو پر وړاندې دا پېښه لومړۍ نده بلکې اکثره وخت دغه ډول پېښې رامنځته کیږي