کابل ټيليګراف، کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو ستره محکمه وایي، په ننګرهار ولایت کې یې درې کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولايت سپين غر ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې درېيو کسانو ته چې پر لواطت متهم ووتعزیري سزا ورکړل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي، ابتدائیه محکمې ياد متهمين له يو کال څخه تر دوو کالو پورې پر تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.
د یادونې ده چې تېره ورځ په کابل ښار کې هم درې کسان په دُرو وهل شوي وو.
د طالبانو دغه کار په وار وار په کور دننه او بهر غندل شوی دی.