په خوست ولایت کې طالبانو یو محصل له دې امله زنداني کړی چې په فیسبوک یې د ګیلهمن وزیر انځور خپور کړی وو.
دغه کس زین العابدین نومیږي چې په خوست کې د شیخ زاید پوهنتون د وروستي کال زده کړیال وو.
د زین العابدین کورنۍ رسنیو ته ویلي: د باک ولسوالۍ له پاره د طالبانو د تروریزم مدیر یو میاشت وړاندې زین العابدین له کور نه له ځانه سره وړی او د محمکې له حکم پرته زنداني دی.
د کورنۍ غړی چې د امنیتي ستونزو له امله یې نوم ندی یاد شوی وایي: «زین العابدین د طالبانو په شخصي زندان کې د سختو شکنجو لاندې دی او دا شکنجه د قانون له مخې نه بلکې د عقدوي چلند له مخې ده.»
دغه کورنۍ د طالبانو له مشرانو غواړي، چې له دوی سره د روان ظلم مخه ونیسي او انصاف دې ورکړي.
طالبانو تر اوسه د زین العابدین په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.