خبرونه

ایراني چارواکي: په کرمان ولایت کې څوارلس افغانان سیلاب وژلي دي

د ایران په کرمان ولایت کې سیلاب څوارلس افغانان او یو ایرانی چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وړي دي.

رسنیو د ایراني چارواکو له قوله لیکلي، پرون مازیګر د کرمان د جرفت سیمې په یوه خوړ کې ناڅاپي سیلاب راغلی چې له امله یې د مېرمنو او ماشومانو په شمول ۱۵ تنه مړه شوي دي.

چارواکي زیاتوي په وژل شویو کسانو کې ۷ افغانې مېرمنې، ۷ افغان ماشومان او یو بل ایرانی سړی شامل دي.

د معلوماتو له مخې سیلاب په خوړ کې لوبې کوونکي ماشومان وړي چې د ژوغونې له پاره یې میندې په خوړ ورګډې شوې چې هغوی یې هم پسې وړي دي.

د ایراني چارواکو په وینا د سیلاب له امله د مړو شویو جسدونه یې پیدا کړي او د دوی کورنیو ته یې سپارلي دي.