د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ دنده پای ته ورسېده او هغه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو د همغږۍ د دفتر د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن ویلي چې ټام وېسټ د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر له میاشتې راهیسې د افغانستان لپاره د ځانګړې استازي په توګه نه ستړې کېدونکې هڅې کړي، ترڅو د افغانستان په اړه د متحدهایالتونو د پالیسۍ په رڼا کې د متحدهایالتونو ملي ګټې او هم د افغانستان د خلکو سوکالي ډاډمنه شي.
هغه ویلی، له افغانستان سره د متحدهایالتونو ژمنه د یوه دومداره لومړیتوب په توګه په خپل حال ده او د بهرنیو چارو وزارت هڅې به د افغانستان لپاره د متحدهایالتونو د استازولۍ د مشرې، کرن ډیکر، د ځانګړې استازې رینا امیري او د سفیر جان مارک پامیرشایم لهخوا پرمخ وړل کېږي.
د ښاغلي بلېنکن په خبره د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیره مېرمن ډیکر به له دوحې د افغانستان په اړه پالیسي مخته وړي.