د بشر حقونو فعالې شګوفه غفوري د اروپا د همکاریو سارمان ناستې ته ویلي چې په افغانستان کې د جنسیتي توپیر له امله خلک اړ شوي چې کډوال شي.
یاده ناسته د دوشنبې په ورځ د وګړو د بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو سازمان په مشرۍ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شوې ده چې تر اکتوبر یولسمې به دوام وکړي.
د ناستې ګډونوالو ته مېرمن غفوری وویل:« په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې جنسیتي اپارټاید د خلکو د کډوالۍ لامل شوی او که پاملرنه ورته و نه شي؛ نو پایلې به یې ټولو هېوادونو په تېره بیا اروپایي هېوادونو ته ښې نه وي.»
دغې ټولنیزې فعالې په افغانستان کې د ښځو درې کلنې مبارزې ته په اشارې سره وویل:« د اروپا د امنیت او همکاریو سازمان غړي هېوادونه باید د ښځو هغه مبارزه او مقاومت له یاده و نه باسي، چې د افغانستان له واټونو یې د اروپا تر پولو غځولې ده.»
د بشر حقونو دغي فعالې دا رنګه ټینګار وکړ، چې نړۍ واله ټولنه باید په افغانستان کې جنسیتي اپارټاید په رسمیت وپېژني.