خبرونه

د خیبر خلک له پولیسو سره مړی ژوندی بند اعلان کړو

د خیبر اوسیدونکو د هغو پاکستاني پولیسو له کورنیو سره مړی او ژوندی بند اعلان کړ چې پرون یې د لویې جرګې په خیمه برید کړی و.

دغه قومي مشرانو چې ر سنیو پر وړاندې یې نن پریکړه اعلانوله وویل، خاصه دارو ته به پخوا هغه خلک استول کېدل چې کور کاله کې به ترې د وزګارۍ له امله د سړیتوب تمه نه وه، خو اوس په جعلي رتبو د خپل قام پر عزت هم ورګرځي.

پرون په جمرود کې د پښتون ژغورنۍ غورځنګ له خوا د پښتنو عدالت جرګې ته د تیاري په پنډغالي پاکستاني پولیسو برید کړی وو چې د جرګې له پاره لکول شوې خیمې یې سوځولي او زیات شمیر وسایل یې له ځان سره وړي دي.

د پولیسو لخوا د جرګې په پنډغالي برید په لویه کچه د سیاسیونو او عامو خلکو لخوا وغندل شو.