افغانستانخبرونه

د طالبانو دفاع وزارت یوه پلاوی د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له پوستو لېدنه کړې

د طالبانو ملي دفاع وزارت وایي، د ستردرستیز لومړي مرستیال د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې له امنیتي پوستو څخه لیدنه وکړه

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت د وسلوال پوځ ستردرستيز لومړي مرستیال حاجي مالي خان صدیق د ۲۰۱ خالد بن وليد “رض” قول اردو اړوند د ننګرهار ولايت مهمندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د فرضي کرښې په اوږدو کې له جوړېدونکو  پوستو څخه لیدنه وکړه.

د یاد وزارت په وینا؛ صدیق له جوړيدونکو پوستو څخه د ليدنې پرمهال د پوستو جوړولو قراردادي شرکت مسولينو ته د لازمو لارښوونو سربېره د مسولينو او مجاهدينو ستونزې اورېدلي او ورته یې د هر اړخيزو همکارۍ ډاډ ورکړی دی.