افغانستانخبرونه

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه؛ امریکا په کې ګډون نه دی کړی

د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر ویلي امریکا د مسکو فارمټ غونډه کې ګډون نه دی کړی.

ډیکر دغه څرګندونې په یوه خبري غونډه کې کړي دي.

د طالبانود حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د جمعې په ورځ اکتوبر څلورم( تلې ۱۳) لیکلي چې د مسکو فارمټ غونډه د کابل د غرمې پرمهال پیل شوې ده.

په یاده غونډه کې د د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ګډون کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د مسکو فارمټ شپږمې غونډې کې به «اصلي تمرکز» د افغانستان د ملي مصالحې د بهیر مخې ته وړل وي. په دې غونډه د روسیې استازي تر څنګ، د پاکستان، ایران، هند، چین، اوزبیکستان، ترکمنستان، قزاقستان او قرغیزستان استازي برخه لري.