افغانستانځانګړي برخهراپورونه

طالب مبلغان د طالبانو حکومت ته د رحیم سکندر د خلاصون زارۍ کوي

کابل ټیلیګراف – ۱۵ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د تبلغاتي دستګاه يو مهم غړی او مبلغ رحیم سکندر چې له تېرې يوې اوونۍ راهېسې بندي دی، د دغې ډلې نور مبلغان او د تبلغاتي دستګاه غړي د نوموړي د خلاصون غوښتنه کوي.

شاوخوا يوه اوونۍ وروسته نن د غبرګولي په ۱۵مه د هغه له فیسبوک پاڼې ولیکل شول: «زه کابل کي د اصلاحي کمیسیون سره بندي یم. کومې خبري چي څو ورځې مخکي مولوي سعیدالله سعید کړي وې او ما نقد پر کړی و ناسم یې بولم او خپله خبره بېرته اخلم»

د رحیم سکندر څرګندونې

د رحیم سکندر د نیولو قضیه له همدغو خبرو پيل شوې وه. سرچینو کابل ټلیګراف ته ويلي چې هغه د کابل امنيه قوماندانۍ د اصلاحي کمېسيون د مشر سعيدالله سعيد لخوا پر هغه د انتقاد له امله نيول شوی دی.

د طالبانو دغه نظامي مسوول څو ورځې وړاندې د ملا هبت الله د فرمان پر اساس پاکستان کې جهاد ناروا وباله چې رحيم الله سکندر د نوموړي دغه څرګندونې رد او پر هغه انتقاد وکړ.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو: «دا سړی باید وپوښتل شي چې چا غونډې ته رابللې یې او په کوم هدف دې دا خبرې وکړې؟»

د طالبانو د تبلغاتي ډلې زارۍ

د طالبانو د تبلغاتي دستګاه غړی او په ننګرهار کې د ورزش ریاست مشر عبدالسلام وزیروال يو له هغو کسانو دی چې د رحیم سکندر د خلاصون لپاره يې ډېرې زارۍ پيل کړې دي.

هغه پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې رحیم سکندر د طالبانو د نظام د پاېښت او راتګ لپاره ډېره قرباني ورکړې، مبارزه یې کړې نو باید په دا ډول کوچنیو تېروتنو داسې ونه زورول شي.

هغه لیکلي: «خبره مې دا کوله چې مشران په بزرګۍ ښه ښکاري او مونږ پر پخپلو مشرانو او ترحم او شفقت یې کاملاً ډاډه یو چې د خپلو کشرانو کمزورۍ او تخطۍ به پر خپله بزرګۍ بخښي؛ د یارو په اړه هم همدا فکر شته او تمه لرو چې اختر به د خپلو اولادونو سره تېروي ان شاءالله.»

دغه راز د طالبانو په حکومت د کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور پخوانی رييس قاري ساجد خوږياڼی چې څه موده وړاندې د نارنج ګل په مشاعره کې د انتقادي شعرونو له امله له دندې ګوښه شوی، هغه هم په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: «عذر ، ترحم، شفقت»

خو تر اوسه په رسمي ډول د رحيم سکندر د نیول کېدو په تړاو د طالبانو حکومتي سرچینو څه نه دي ويلي.