افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د چت پرېوتو پېښه؛ د یوې کورنۍ شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

ننګرهار کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د یوې خونې پرېوتو له امله د یوې کورنۍ شپږو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه  تېر ماښام د کوټ ولسوالۍ په هېندارو سیمه کې شوې ده.

دی وایي چې په یاده سیمه کې د یوه کور چت را پرېوتې دی او له امله یې، په دې پېښه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور ښځې او یو ماشوم ټپیان شوي دي.