
کابل ټیلیګراف – ۲۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د لسو هېوادونو استازو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان په ۵۹مه غونده کې په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه وغندله.
په دغه غونډه کې د کاناډا، ايټالیا، اندونیزیا، قطر، ایرلینډ، جنوبي افريقا او سویزرلینډ په ګډون د لسو هېوادونو استازو په يوه خوله په افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړي توګه د ښځو د حقونو سرغړونه وغندله او له طالبانو يې وغوښتل چې بايد د بشر او ښځو حقونه ورکړي.
دغو هېوادونو دغه راز د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی وغانده او په علني توګه يې د طالبانو لخوا د اعدامونو د لړۍ د بندولو غوښتنه هم وکړه.