
کابل ټیلیګراف – ۱۱ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان ځانګړي استازي، طارق علي بخیت او د قطر بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، فیصل بن عبدالله الحنزب د افغانستان د “وروستیو تحولاتو” په اړه خبرې وکړې.
دغه خبرې د افغانستان په اړه د کاري ډلو د غونډو په څنډه کې په دوحه کې شوې دي.
اسلامي همکاریو سازمان په اېکس لیکلي، طارق علي بخیت د افغانستان د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا په برخه کې د قطر له هڅو مننه کړې او د کابل له دفتره یې د افغانانو د ملاتړ لپاره د اسلامي همکاریو سازمان د هڅو یو پراخ راپور وړاندې کړی دی.