
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان خیبرپښتونخوا په ۱۵ سیمو کې د تیرو ۶ میاشتو پر مهال بېلا بېلو پېښو کې ۸۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه را پور له مخې؛ په یاده موده کې په بنو کې ۱۸۱ او شمالي وزیرستان کې ۱۵۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې، دغه راز ۶۳ د پولیسو کارمندان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان شوي.
په را پور کې ویل شوي، په یاده موده کې ۱۰۱ عام وګړي وژل شوی او ۲۹۲ نور ټپيان شوي.
د یادونې وړده، چې په وروستیو کې په خیبرپښتونخوا کې د وسله والو ډلو فعالیت تر بل هر وخت زیات شوی.
پاکستان د دغه ډلو په فعالیت کې د افغان طالبانو لاس بولي، خو طالبان دغه ادعا پرلپسې رد کړې.