د جنوبي پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند مشر خوشحال خان کاکړ وايي، جرګه دې په په پاکستان کې د افغان مهاجرو پر وړاندې پرتو ستونزو ته هم متوجه شي او د پاکستان په حکومت دې فشار راوړي چې د دوی له زورولو لاس په سر شي.
ښاغلي خوشحال د خیبر جرګې ګډنوالو ته په وینا کې وویل، چې دغه افغان کډوال هم د «د پاکستاني ریاست د ظلمونو، د عربو او امریکا د استعماري سیاستونو له امله پاکستان ته را کډوال شوي او باید داسې چلند ورسره ونه شي.»
د نوموړې په وینا، چې د پاکستان حکومت دې له دې وروسته پر افغان کډوالو له زور زیاتي لاس واخلي او د نړۍوالو قوانینو له مخې دې له هغوی سره انساني چلند وکړي.
دغه ځوان سیاستوال د جرګې له ګډنوالو دا هم وغوښتل چې د پښتنو له سیمو دې د پاکستاني پوځيانو د ویستو پرېکړه وکړي.