افغانستانخبرونه

د عراق له زندانونو درې نور افغانان خوشې شول

د طالبانو د د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وایي چې د عراق له زندانونو درې تنه افغانان خوشي شوى دي.

دغه وزارت نن د تلې په ٢٣مه په يوه خبرپاڼه کې زياته کړې، چې دغه اتباع پرون هېواد ته راستانه شوي دي.

له قانوني اسنادو سره سره دغه کسان له شپږو میاشتو راهیسې د عراق په زندانونو کې وو.

طالبان وايي چې دغه درې تنه وګړي د افغانستان د سفارت له خوا له خوشې کېدو وروسته د ایران له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی و، چې ۲۵ تنه افغانان د عراق له زندانونو خوشې او هېواد ته راستانه شوي دي.