راپورونه وايي چې تېره نیمه شپه اسرائیلي ځواکونو پر ایران برید پیل کړی دی.
د ایران له پلازمینې تهران څخه د دغه هېواد دولتي اژانس صدا و سیما د درېیو چاودنو د غږونو اورېدل تایید کړي دي.
بلخوا یو شمېر اسرائیلي رسنیو او دغه راز د نیویارک ټایمز او فاکس نیوز په نوم امریکايي رسنیو هم خبر ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو پر ایران برید پيل کړی دی.
تر اوسه ددغه برید په اړه ډېر جزیات نه دي خپاره شوي خو اسرائیلي ځواکونو دغه برید د ایران د هغه توغندیز برید په ځواب کې پیل کړی چې د روانې اوکتوبر میاشتې په لومړیو کې یې پر تل ابیب کړی و.