افغانستانخبرونه

د طالبانو د مشر تازه فرمان: سوداګرۍ لپاره دې بندرونو کې اړینې اسانتیاوې برابرې شي

د طالبانو  د مشر په یوه فرمان کې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

په فرمان کې راغلي: «د جغرافيايي موقعيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د پایدارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د افغانستان اسلامي امارت حاکمیت، د خصوصي سکتور او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره، لاندې مراتب منظوروم.»

فرمان کې لیکل شوي، وزارتونه او اړوندې امارتي ادارې مكلفې دي، د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي مصالحو په پام کې نیولو سره، په بندرونو، عبوري نقطو او لويو لارو کې د سوداګرۍ لپاره لازمې اسانتياوې برابرې کړي.

سرچېنې لیکلي،، په مرکز او ولايتونو کې د وزارتونو او امارتي ادارو مسوولین او کارمندان مکلف دي چې د هېواد له نافذو تقنيني سندونو سره سم د خصوصي سكتور له فعالانو سره ښه چلند وکړي او په اړوندو اجراآتو کې له تعلل او ځنډه دې ډډه وکړي.

عدلیې وزارت وایي، وزارتونه او امارتي ادارې مكلفې دي د هېواد د داخلي صنايعو د ودې او ځان بساینې په موخه د امکان تر بریده د هېواد له کورنيو توليداتو ګټه واخلي.