د تیر جمهوري نظام د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح په هند غږ کړی چې له طالبانو سره تعامل به یې په افغانانو کې د خپل محبوبیت د کمولو په مانا وي.
امرالله صالح د پرېنټ هندي ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې هند باید ځان له طالبانو لرې وساتي او که غواړي له دې ډلې سره تعامل وکړي؛ نو باید د افغان ټولنې له بېلابېلو برخو سره یې په اړه سلا مشورې وکړي.
ښاغلي صالح وویل: «طالبان باید هند ته لارښوونه ونه کړي چې له چا سره خبرې وکړي، چېرته پانګونه وکړي او چا ته ویزې ورکړي او که نه.»
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې هند له طالبانو سره د خپلو اړیکو د عادي کولو په حال کې دی، په افغانستان کې یې د خپل سفارت ځينې برخې فعالې کړي همدا دول یې په ممبۍ کې یې افغان قونسلګرۍ کې د طالبانو استازي ته د کار اجازه ورکړې ده.