ځانګړي برخهراپورونه

درېیمې نړۍ‌والې جګړې ته د اروپا چمتوالی؛ اوکراین ته د ۸۰۰ زرو سرتېرو د لېږد پلان

اروپا د درېمې نړۍ‌والې جګړې لپاره د چمتوالي په حال کې؛ د ناټو لخوا اوکراین ته د ۸۰۰ زرو سرتېرو د لېږلو پلان یوه برخه افشا شوه.
د نیویارک پوسټ د راپور له مخې، د چهارشنبې په ورځ خپاره شوي‌ اسناد ښیي چې برلین د روسیې اټومي ګواښونو ته په پام سره چمتوالی پیل کړی.
د «جرمني عملیاتو» په نوم د یوه ۱۰۰۰ مخیز پلان ځینې برخې رسنیو ته په ګوتو ورغلي چې ښایي پر ناټو د روسیې د احتمالي برید په صورت کې اوکراین ته د ۸۰۰ زره ناټو سرتېرو، چې امریکایي ځواکونه به هم پکې شامل وي، واستول شي.
د راپور له مخې، په دغه پلان کې د ځانګړو ودانیو او زېربناوو په اړه هم معلومات ځای پر ځای شوي، چې باید د پوځ لخوا یې په کلکه ساتنه وشي او د اړتیا پرمهال د ملکي وګړو د چمتوالي یادونه شوې.
داسې ښکاري چې جرمني او په ټوله کې اروپا د درېمې نړۍ‌والې جګړې لپاره چمتوالی نیسي.
فرانکفورتر الګماینه رایتونګ نومې جرمنۍ ورځپاڼې په یو راپور کې راغلي، چې برلین اوکراین ته د ۲۰۰ زره پوځي وسایطو د لېږد په چمتوالي اخته دی. د جرمني حکومت همداراز له خپلو وګړو غوښتي‌ چې د خرابو شرایطو لپاره ځانونه چمتو کړي او د احتیاطي تدابیرو په توګه دې ډیزلي‌ جنراتورونه او یا بادي توربینونه چمتو کړي.
د دې پلان ډېر جزیات لا هم محرم پاتې دي او معلومه نه ده چې په دې ۱۰۰۰ پاڼیز پلان کې به نور کوم موضوعات ذکر شوي وي، خو داسې ښکاري چې اروپا او په ځانګړې توګه جرمني د درېمې نړۍ‌والې جګړې لپاره ځان چمتو کوي.
دغه اندېښنې یوازې‌ په آلمان پورې محدودې نه دي؛ سویډن او ناروې هم په دې وروستیو کې ځیني بروشرونه خپاره کړي، چې د دوی هېوادونو ته د اوکراین د جګړې احتمالي رارسېدو په صورت کې څه ډول چمتوالی ونیسي.
دا اندېښنې داسې مهال زیاتې شوي‌ چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ د کرملین د اټومي برید سیاست بدل کړ او اعلان یې وکړ، چې مسکو اوس کېدای شي د متعارفو غیر اټومي بریدونو په ځواب کې د اټومي وسلو په کارولو لاس پورې کړي.