خبرونهنړۍ

په سوریه کې د بشارالاسد رژیم سقوط شو

بشارالاسد په یوه الوتکه کې په نامعلوم لوري تللی دی. د هغه د سپرلۍ الوتکه د سوریې په اسمان کې ورکه شوې.

د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت مخالفو وسله والو اعلان وکړ چې پلازمېنې دمشق ته داخل شوي او د بشارلاسد حکومت سقوط کړی دی.
دمشق کې سرچینو رسنیو ته تایید کړې چې بشرالاسد تېره شپه له دمشق نه په نامعلوم لوري وتلی دی. داسې اوازې هم دي چې د بشارالاسد الوتکه ویشتل شوې او سقوط یې کړی.

لومړي وزیر محمد قاضي الجلالي د موبایل په یوه ویډیو کې د واک د انتقال لپاره چمتووالی ښودلی.
د تحریرالشام وسلوال ایتلاف مشر ابومحمد الجولاني ويلي چې ډېر ژر به د خلکو په خوښه یو حکومت رامنځته شي چې د واک چارې به له لومړي وزیر سره وي.
سوریه کې د تحریر الشام په نوم وسله والې ډلې له تېرو دوو اوونیو راهېسې د حکومت پر ضد د نورو وسله والو ډلو په ملاتړ جګړې پیل کړې وې چې بالاخره نن یې حکومت سقوط کړ.
د تحریرالشام وسلوال ایتلاف مشر ابومحمد الجولاني ویلي چې لومړی وزیر محمد الجلالي به تر هغو د وزارتونو او دولتي سیسټم مشري په واک کې ولري چې د واک انتقال ته زمینه برابرېږي.