افغانستانخبرونه

ایران او پاکستان د خلیل حقاني وژل کېدل وغندل

د ایران او پاکستان حکومتونو په کابل کې د یو ځانمرګي برید پرمهال د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر خلیل الرحمن حقاني وژنه غندلې او دا يې يو ترهګريز عمل ګڼلی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې له طالبانو سره په دغه غم کې د پاکستان حکومت او خلک شریک دي.

هغه زیاته کړه:”پاکستان حکومت او خلک په کابل کې د نن ورځې د بزدلانه تروریستي برید له امله چې د کډوالو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني یې په نښه کړ ، ژوره خواشیني څرګندوي. موږ دغه تروریستي عمل په کلکه غندو او د قربانیانو له کورنیو، موقت حکومت او د افغانستان له خلکو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو.”

دغه راز په کابل کې د ایران سفارت او د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقه یي په يو پيغام کې دغه برید غندلی او د ایران د حکومت خواشیينې يې څرګنده کړې ده.

پرون په کابل کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت په انګړ کې يو ځانمرګی برید وشو چې په کې د طالبانو د کډوالو چارو د وزیر په ګډون يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.