د لغمان سیمه ییز چارواکي وایې، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې د سېلابي اوبو د ذخیره کولو او دغه راز له وچکالۍ سره د مبارزې په موخه ۲۵۴ لوی او واړه چکډېمونه جوړ کړي دي.
د یاد ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي جان محمد وایې، یاد چکډېمونه د حکومت او نورو مرستندویه نړیوالو موسساتو په مالي همکارۍ د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوي چې، په کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه.
د نوموړي په خبره باراني اوبو ذخیره کول تر ځمكې لاندې اوبو ډېرولو لپاره کارېدلی شي او دا چاره به د سیلاب کنترولولو او د سطحي توږنې کنترول کې یوه اندازه مرسته وکړي او له دې سره سره به د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړه شي.
طالب چارواکي وایې، د افغنستان ډېره برخه نسبتا وچه هوا لري او د کلني باران کچه کمه ده، خو ډیری وختونه دا کم ورښت هم په ساحه کې د سیلابونو لامل ګرځي، چې کنترول او مدیریت یې اړین دی.
بلخوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د وچکالۍ د وضعیت د احتمالي دوام په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې و، دا هیواد د اقلیم د بدلون د اغیزو پر وړاندې په نړۍ کې یو تر ټولو اغیزمن هیواد دی چې پایلې به یې افغانانو ته زیان لرونکي اوسي.