خبرونهنړۍ

سپينه ماڼۍ: ایران اټومي وسلو ته د لاسرسي په هڅه کې دی

کابل ټيليګراف (د مرغومي ۳يمه – ۱۴۰۳ لمريز)

د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار جېک سالیوان وايي، د جوبایډن حکومت سره اندېښنه پيدا شوې چې ایران په سیمه کې د پرلپسې ماتې خوړلو وروسته ښايي، له اټومې وسلې د ګټې اخېستو په لټه کې شوې وي.

نوموړي پرون په يو خبري کنفرانس کې وويل چې دا چاره به نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ لپاره يو ګواښ وي.

د سالیوان په خبره دا موضوع د جوبایډن د ادارې له لوري د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ټيم سره هم شریکه شوې ده چې په راتلونکي کې ورته پاملرنه وکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار خبرداری ورکړی چې د ایران د اټومي وسلو د نه ترلاسه کولو له ژمنې څخه د وتلو ګواښ شته.

.”هغه ټینګار وکړ: “دا یو ګواښ دی چې موږ یې اوس په احتیاط سره څارو