مقالې

ایا د پاړه چنار خلک به د پاکستان د ښارونو ټولې لارې وتړي؟

د خیبرپښتونخوا پاړه چنار هغه سیمه ده، چې په مذهبي او د ځمکو پر سر د اختلافاتو په نوم په کې له لسیزو کالونو تاوتریخوالی دوام لري، خو دغه موضوع په وروستیو کې د زیاتې مرګ ژوبلې د رامنځته کېدو لامل شوې ده.

د را پورونو له مخې په وروستیو کې په کورمه کې تر دوه سوو پورې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، هټۍ، جوماتونه، کورونه او نور عامه تاسیسات سوزول شوي، هلته د خوراکي او ژمني توکو، درملو او نورو اړینو وسایلو د لیږد لپاره ټولې لارې تړل شوي دي او د سیمې خلک له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

د حکومتي او قومي هڅو سره، سره لا هم دغه ستونزه نده حل شوې او تازه د سیمې خلکو ګواښ کړی، که تر ۷۲ ساعتونو پورې د پاړه چنار عمومي لاره خلاصه نشي، نو ټول پاکستان کې به په پرلتونو، لاریونونو او په نورو غبرګونو به اقدام ترسره کړي.

په ورته وخت کې د پاړه چنار د خلکو سره د خواخوږۍ په موخه د اسلام اباد، پنډۍ، کراچۍ، لاهور، فیصل اباد، ازاد کشمېر او یو شمېر نورو ښارونو په ګډون عامو خلکو پرلت وهل پیل کړي او ګواښ یې کړی، ترڅو چې د یادې سیمې خلکو ته حقوق ورنکړل شي او ستونزې حل نشي، نو د دوی یاد اقدام به دوام وکړي.

د پاړه چنار منازعه په وروستیو کې یو ځل بیا وروسته له هغې زور اخلي، چې همدا دوه ورځې مخکې دوه تنه زلمیان په ډیرې بې رحمۍ سره په وژل شوی وو.

خو که د پاړه چنار لویه لاره تړلې پاتې شي، ایا په ټول پاکستان کې به د دغه سیمې خلک لاریونونه وکړي او لویې لارې به وتړي او دغه اقدام به یې د سیمې د وضعیت په تغیر کېدو کوم تاثیر وکړي، هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.