مقالې

د ترهګریزو سرچینو په اړه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اختلافاتو زیاتوالی

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۴مه– ۱۴۰۳ لمريز)

د پاکستان دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د څارونکې ډلې د را پور پر بنسټ ویلي، افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې هم د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د جذب او اسانتیا مرکز پاتې شوی.

هغه زیاته کړې، د القاعده او د پاکستان طالبانو د تحریک په ګډون ځینې نورې ترهګرې ډلې هم، په افغانستان کې لاهم فعالې دي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د طالبانو چارواکو ته مشوره ورکړه چې د ترهګرو د بنسټونو له منځه وړلو او د نورو هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د کارولو د مخنیوي لپاره د تایید وړ اقداماتو په کولو سره نړیوالې ټولنې ته ورکړل شوي ضمانتونه پوره کړي.

د پاکستان د دفاع وزیر دا څرګندونې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي د وروستيو څرګندونو په ځواب کړې.

هغه زیاته کړې وه، د طالبانو په وړاندې د اسلام آباد تورونه جعلي او د نورو د ملامتولو هڅه ده.

په دې وروستیو میاشتو کې، د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی په چټکۍ سره زیات شوی دی.

طالبان، چې په پاکستان کې پیدا شوي ګڼل کیږي، اوس یې د خپلواکۍ غوښتونکي څېره غوره کړې او د پاکستان هغه نیوکې له پامه غورځوي چې ګني د افغانستان په خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان په شمول د پاکستان مخالفې وسله والې او ترهګرې ډلې شتون لري.

همدا راز هغه موضوع چې پاکستان یې ډیر په قهر کړی، د طالب چارواکو له خوا د یادې ترهګرې ډلې په تړاؤ د پاکستان د تورونو ردول او د دغه هېواد د ستونزو «داخلي» ګڼل دي چې د اسلام آباد حکومت د نورو په ملامتولو تورنوي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکتسان، په ګډو پولو کې د امنیت د تامینولو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقوقو د ساتنې په لړ کې په خپلو ژمنو باندې د نه پابندۍ له امله د افغانستان په طالبانو باندې سخته نیوکه کوي.

له پاکستانه د طالبانو مستقل او خپلواکه چلند د دې لامل شوی، چې اسلام آباد، په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندلو ته ګروهنه ونه ښايي او په کراتو یې هم ویلي چې د افغانستان د طالبانو حکومت ته روا والی ورکول، سیمه ایزې او نړیوالې کړنلارې ته ضرورت لري.

په هم دې لړ کې په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان پخواني استازي ویلي وو چې طالبان نه یوازې ولسي مشروعیت نه لري بلکې د شیشې په کور کې ناست دي او نور په کاڼو ولي چې حتی په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت د شتون په نسبت د پاکستان ډیر سخت او جدي خبرداری کیدلې شي.

د پاکستان وزیراعظم محمد شهباز شریف هم د طالبانو خلاف یولړ تندو څرګندونو کې ټینګار وکړ چې د پاکستان تحریکِ طالبان په شمول ترهګرې ډلې، د دې هیواد خلاف د افغانستان خاوره استعمالوي.

معنا یې دا ده چې پاکستان په تر ټولو لوړه سیاسي سویه؟، د امنیتي مسائلو په لړ کې د طالبانو د حکومت له همکارۍ نه کولو خوابدی او ناراضه دی.

پر لفظي شخړې سربیره، د افغانستان په خاوره کې د تحریکِ طالبان ترهګرې ډلې په سنګرونو باندې د پاکستان د پوځ وروستۍ هوايي حمله، د دواړو لورو د سرحدي ځواکونو ترمینځ د ډزو لامل شوې ده.

د پاکستان له نظره، په داسې حال کې چې نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پيژندلي، سیمه ایز امنیت او مسائیلو ته په بې پامۍ سره باید د ځان خلاف د سیمې د هیوادونو د نارضایتۍ لاره هواره نه کړي، ځکه چې دغه ډله ځان  د یو داسې واکمن په توګه معرفي کوي چې د دوه اړخیزو مسایلو په تیره بیا د امنیتي مسایلو په لړ کې د سیمه ایزو هېوادونو د تمو په وړاندې د مسئولیت احساس نه کوي.

امنیت او د ژواک چاپیریال مسایل د سیمې د هېوادونو ګډې ننګونې دي چې ورسره د مقابلې لپاره باید ټول هیوادونه منظمه او موثره ملګرتیا ولري.