![](https://kabultelegraph.com/wp-content/uploads/2024/08/خوست.jpg)
کابل ټيليګراف (سلواغه ۱۶مه– ۱۴۰۳ لمريز)
د خوست ولایت د مرکز متون سیمه کې تېره ورځ یوه نجلۍ چې تازه له مدرسې فارغه شوې وه، ځآن وژنه کړې.
را پورونه وایي، دغه نجلۍ د خوست د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکې وه او د قضیې د رامنځته کېدو انګیزه نده روښانه شوې.
په خوست کې طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو ځايي چارواکو څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې تېر کال په دغه ولایت کې لږ تر لږه ۷۲ کسانو، چې ۳۴ یې ښځې دي، ځانونه وژلي دي.