افغانستانخبرونه

فصیح الدین فطرت: د طالبانو وروسته به افغانستان وجود ونلري

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز وایي، افغانستان به د دوی له امارات وروسته شتون ونلري.

فصیح الدین فطرت د اترېش غونډې ته په اشارې سره وویل: د دوی د اسلامي امارات پرته راتلوونکی تصور کول یو خیال او نا ممکن دی.

هغه وویل: «هغه کسان چې له افغانستان څخه تښتېدلي او په خپلو غونډو کې د طالبانو پرته د راتلونکې په اړه بحث کوي، په توهم اخته دي

دغه لوړ پوړي طالب ادعا وکړه، چې افغانستان کې بشپړ امنیت دی او یاد کسان هم کولی شي، د نورو افغانانو په څېر هېواد ته را ستانه شي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان د دوی له شتون څخه پرته د افغانستان د نشتوالي خبر ورکوي.