خبرونهلوبې

افغانستان اسټرالیا ته ۲۷۴ منډې هدف وټاکه

( کابل ټيليګراف (کب ۱۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د چمپینز ټرافي په لوبو کې نن د افغانستان او اسټرالیا ترمنځ سیالۍ کې افغانستان له پچې ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه وکړه، چې په ټاکل شوي پنځوس اورونو کې اسټرالیا ته ۲۷۴ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لخوا صدیق اتل تر ټولو زیاتې ۸۵ منډې وکړې، خو عظمت الله عمرزي په سختو حالاتو کې په لوبغالي کې پاتې شو او د ۶۷ منډو په کولو سره یې خپله لوبډله په دې بریالۍ کړه، چې اسټرالیا ته یو مناسب هدف وټاکي.

په دې لوبه کې ابراهیم ځدران ۲۲، حشمت الله شاهدي ۲۰، راشد خان ۱۹، رحمت شاه ۱۲، نور احمد ۶، ګلبدین نایب ۴ او محمد نبي یوه منډه ترسره کړه. دغه راز رحمن الله ګربز او فضل الحق فاروقي هیڅ منډه ترسره نکړه.

ټاکل شوې د څو لحظې دمې وروسته استرالیا خپله توپ وهنه پیل کړي او که دغه لوبه هرې لوبډلې وګټله، نو د روان جام نیمه پای لوبې ته به لاره پیدا کړي.