
کابل ټیلیګراف – ۲۲ کب د ۱۴۰۳ لمریز کال
پکتیا کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالي کې پر یوه کور تندر غورځېدلې او د یوې کورنۍ یو تن په کې وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دغه پېښه تېره شپه د سید کرم ولسوالۍ په سیجنک سیمه کې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پکتیا په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې سخت بارانونه شوي دي.