
کابل ټیلیګراف – ۲۰ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
هندي رسنیو د دغه هېواد د دفاع وزارت له قوله خبر ورکړی، چې په جمو او کشمیر کې یې د پاکستان درې الوتکې ویشتي دي.
انډیا ټوډی رسنۍ د هندوستان دفاع وزارت له قوله ویلي، چې په دغه الوتکو کې یوه ایف ۱۶ جنګي جیټ او دوه جي ایف ۱۷ ډرون الوتکې شاملې دي.
دغه وزارت زیاته کړې، دغه الوتکو په جمو او کشمیر کې د ځینو موخو تر په نښه کولو وړاندې د دوی دفاعي واحدونو لخوا وویشتل شوې او نسکورې شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان نن سهار رسماٌ د هند پر وړاندې خپل عملیات اعلان کړل.
دفاع وزارت زیاته کړې: «دغو الوتکو غوښتل چې په جمو او کشمیر کې ځنې موخې په نښه کړي، چې د هوایي دفاعي واحدونو له خوا وویشتل شوې.»