خبرونهلوبېنړۍ

له کرکټ وروسته هند په فوټبال کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

کابل ټیلیګراف د وږي ۳۱مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د ۱۷ کلنو د کم عمره د فوټبال اتلولۍ سیالیو په وروستي پړاو لوبو کې هندوستان پاکستان ته درې پر دوه ګولونو ماتې ورکړه.

په دغه سیالیو کې دواړه لوبډلې تر دې وړاندې نیمه پایلوبې ته رسېدلې وې.

د هندوستان لخوا لومړی ګول دلالموون ګانګټې د ۳۱م دقیقې په جریان کې ووهه.

دوهم ګول ګنلیبا د ۶۳م دقیقې په مهال وکړ، او درېیم ګول ریحان احمد د ۷۳م دقیقې په جریان کې ترلاسه کړ.

له پاکستانه محمد عبدالله د ۴۳م دقیقې په پنالټي کک لومړی ګول وکړ، او دوهم ګول حمزه یاسر د ۷۰م دقیقې په مهال ووهه.

د ساف د ۱۷ کلنو فوټبال اتلولۍ نیمه پایلوبې به د سپتمبر پر ۲۵ نېټه ترسره شي.

د یادونې وړده، چې اسیا جام د کرکټ سیالیو کې هم پاکستان پرلپسې له هند څخه ماتې وخوړې.