
کابل ټیلیګراف – ۲۴ غویی ۱۴۰۴ لمریز کال
د غزې په جنوبي برخه خان یونس کې د اسرائیلو په تر ټولو وحشیانه برید کې ۲۸ تنه فلسطیني وګړي وژل شوي او اویا تنه نور ټپپیان شوي دي.
د عربي رسنیو د راپور له مخې، اسرائیلي پوځ د خان یونس د اروپايي روغتون په احاطه کې ۹ بنکر بسټر بمونه وغورځول، چې د بمونو د چاودنو له امله په څو ځایونو کې ځمکه وشلېده.
راپور وايي، په دې برید کې تر اوسه ۲۸ فلسطینیان شهیدان شوي او ۷۰ نور ټپیان دي.
اسرائیلو د ټپیانو د ژغورلو پر کسانو هم بمباري وکړه، چې د بمي بریدونو له امله د روغتون ترڅنګ ولاړ بس په ځمکه کې ډوب شو.
د اسرائیلي پوځ ویاند وویل، د خان یونس کې په برید کې د حماس مشران په نښه شوي، چې د حماس مشران د روغتون لاندې د قوماندې په زیرزمیني او کنټرول کمپلیکس کې وو.
بلخوا فلسطیني سرچینو ویلي چې اسرائیلو د یحییٰ سنوار ورور محمد سنوار د وژلو هڅه کړې ده.