افغانستانخبرونه

د طالبانو د مالیې وزارت: د ایران او اسرائیلو جګړې د افغانستان او ایران په سوداګرۍ اغېز نه دی کړی

کابل ټیلیګراف – ۲۶ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د مالیې وزارت اعلان کړی چې د ایران او اسرائیلو ترمنځ روانې جګړې د افغانستان او ایران پر سوداګريزو راکړو ورکړو او ګمرکي معاملو هېڅ اغیز نه دی کړی.

دغه وزارت پرون د یکشنبې په ورځ په يوه اعلامیه کې ويلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه او ګمرکي معاملې روانې دي او همدا اوس په سرحدونو کې هېڅ ډول ستونزه او خنډ د سوداګرۍ پر وړاندې نشته دی.

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، د شنبې په ورځ په ایران کې د مراسمو له امله د فراه د ابو النصر فراهي، د نیمروز او د هرات بندرونه د یوې ورځې لپاره تړل شوي وو، خو له پرون راهیسې بېرته پرانېستي دي.

دغه راز ياد وزارت ويلي چې د ایران د بندر عباس له لارې هم د افغان سوداګرو سوداګریز مالونه له کوم خنډ او ځنډ پرته تګ راتګ کوي.

خو بلخوا په کابل او د هېواد ځېنو نورو ولایتونو کې په ایران کې د جګړې له امله د خوراکي او نورو توکو نرخونه لوړ شوي دي.

د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو راکړو ورکړو کلنۍ کچه تر ۳ میلیارډ ډالرو پورې رسېږي.