
کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان په يوه بیانیه کې د دوی د اټومي انرژۍ په درېیو مرکزونو باندې د امریکا بریدونه تایید کړه خو وايي، تر اوسه د سيمې اوسېدونکو ته کوم ګواښ نه دی پېښ شوی.
یاد سازمان د امریکا له لوري د دوی د اټومي انرژۍ په مرکزونو بریدونه غیر قانوني یاد کړي او دا يې د له نړیوالو اصولو ښکاره سرغړونه بللې ده.
دغه سازمان ويلي: «زموږ څېړنې څرګندوني چې پر فردو، نطنز او اصفهان هستوي سایټونو باندې د امریکا غیر قانوني بریدونو هېڅ ککړتیا نه ده رامنځته کړې، د دغو سایټونو شاوخوا اوسېدونکي له هېڅ ګواښ سره نه دي مخ او د خوندیتوب ډاډمن دی.»
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر نن سهار وختي اعلان وکړ چې تېره شپه يې د ایران په درېیو اټومي مرکزونو باندې بریدونه کړي دي.