پر ایران د امریکا برید ته نړيوال غبرګونونه؛ پاکستان، عمان، عربستان او بریتانیا دا بریدونه غندلي

کابل ټيلیګراف – د چنګاښ لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
وروسته له هغې چې امریکا د ایران د اټومي تاسیساتو پر درېيو مرکزونو بریدونه وکړل، دا بریدونه د پاکستان، عربستان، عمان او بریتانیا په ګډون د نړۍ يو شمېر هېوادونو د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان غندلي او دا يې د نړیوالو اصولو خلاف عمل ياد کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن سهار اعلان وکړ چې د ایران د اټومي انرژۍ په درېیو مرکزونو – فردو، نطنز او اصفهان – یې هوايي بریدونه کړي او دا مرکزونه يې ویجاړ کړي دي.
دغو بریدونو ته د ایران د اسلامي جمهوري له لوري بېلابېل غبرګونونه خپاره شوي او پر دې سربېره په نړيواله کچه هم دا کړنه غندل شوې ده.
د ایران د بهرنيو چارو وزیر عباس عراقچي دا بریدونه غندلي، دا يې د ایران د ملي حاکميت څخه سرغړونه بللې او یادونه يې کړې چې «اوس ایله جګړه پيل شوه.»
دغه راز د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د دوی په درېیو مرکزونو بریدونه تایید کړي خو يادونه يې کړې چې په دغو برېدونو کې نه اټومي سيسټم او نه هم د دوی ملکي وګړو ته کوم زیان اوښتی دی.
پر دې سربېره ایران تر دغو بریدونو وروسته يو ځل بيا په اسرائیلو پراخ بریدونه کړي چې د اسرائیلي پوځ له لوري دا بریدونه تایید شوي او د لسګونو اسرائیلیانو د ټپي کېدو خبره يې تایید کړې ده.
ایران دغه راز د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بېړنۍ غونډې د رابللو غوښتنه هم کړې او پر ملګرو ملتونو یې د دغه برید د څېړلو ټينګار کړ یدی.
د نړۍ يو شمېر هېوادونو، سازمانو او سیاسي څېرو هم دا برېدونه غندلي دي.
د بریتانیا غبرګون
د ایران د اټومي انرژۍ پر مرکزونو د امریکا تر برید وروسته د بریتانیا لومړي وزیر کيير سټارمر ويلي چې د په منځني ختيځ کې ټيکاو يو لومړیتوب دی.
هغه دغه راز له ایران څخه غوښتي چې د خبرو اترو میز ته کېني او دا ستونزه حل کړي او زیاته کړې ده چې حکومت یې په دغه بردی کې شریک نه و، خو له وړاندې يې معلومات درلودل.
عمان دا بریدونه غندلي
د عمان د بهرنيو چارو وزارت پر ایران د امریکا د تېرې شپې د برید په غبرګون کې ويلي چې دا بریدونه د نړیوال قانون او د هېوادونو د ملي حاکمیت د نقض د مخنيوي به تړاو د ملګرو ملتونو له منشور ښکاره سرغړونه ده.
د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې دا بریدونه غندلي دي.
پاکستان د جګړې درېدو غوښتنه کړې

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې د امریکا له لوري د ایران د اټومي تاسیساتو پر مرکزونو بریدونه غندلي او د جګړې د درېدو غوښتنه يې کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت هم دا بریدونه په کلکه غندلي او دا يې د نړیوالو قوانیونو خلاف عمل یاد کړی دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت دغه راز له ایران، امریکا او اسرائیلو د دغې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.
عربستان: پر ایران د امریکا برید ایران د ملي حاکمیت نقض دی

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزارت هم پر ایران د امریکا برید د دغه هېواد د ملي حاکمیت څخه د امریکا سرغړونه بللې او ټينګار يې کړی چې برید په کلکې اندېښنې سره څاري.
دغ وزارت د جکړې په درېدو، د شخړو پر کمېدو او پر سوله ټينګار کړی او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي چې په سيمه کې د روانې کشالې د حل لپاره دې لاس په کار شي.
پر ایران د امریکا بریدونو ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي غبرګون

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انتونیو ګوترش د ایران پر اټومي سایټونو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دغه بریدونه د نړیوالې سولې او امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې د ایران پر وړاندې د امریکا ځواک ښودنه، په سیمه کې ناورین زیاتوي او د سیمې او نړۍ سربېره د ملکیانو لپاره خطرناکې پایلې لري.