
کابل ټیلیګراف – ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، افغانستان کې د هرو درېیو کورنیو څخه، چې مشري یې ښځې کوي، دوه کورنۍ د لومړنیو خوراکي توکو د اخیستو توان نه لري.
د طالبانو له خوا پر ښځو د کار او فعالیتونو سخت محدودیتونه د دې کورنیو زیانمنتیا نوره هم زیاته کړې ده.
دغه پروګرام د پنجشنبې په ورځ (۱۲ سرطان) په ایکس کې ویلي، تېر کال یې ۱۰ میلیونو ښځو او ماشومانو ته، چې د خوراکي ناامنۍ له امله زیانمن شوي، د ژوند ژغورنې خوراکي مرستې برابرې کړې دي.
دوی ټینګار کړی چې د مرستو اړتیا لا هم جدي ده او د ډېرو لپاره خوراکي مرستې د ژوند ژغورنې یوازینۍ لار ده.
د ملګرو ملتونو په وینا، د افغانستان نیمايي وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو نړیوالې مرستې په پراخه کچه کمې شوې دي.
دغه راز، د افغانستان ګاونډي هېوادونه افغان کډوال ایستل کوي، چې دا د وضعیت نور هم خرابوي.