
کابل ټیلیګراف – ۸ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د خوست ځايي سرچینو ویلي چې د پاکستان جنګي الوتکو د خوست ولایت پر اسمان ګزمې کړې دي.
چې دغو الوتکو د تېرې شپې له ۱۱:۳۰ بجو راهیسې د خوست پر اسمان ګزمې کړي او د سیمې خلک یې وېرولي دي.
سرچینو د خوست د باک او علیشېر ولسوالیو په ځینو سیمو، لکه ببرک تاڼې، ډبګي او سودک کې د لږ تر لږه څلورو پاکستاني جنګي الوتکو د ګزمې پخلی کړی دی.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، د الوتکو الوت دومره ټیټ و چې خلک یې له خوبه راویښ کړي دي.
سرچینې څرګندوي چې د سیمې اوسېدونکو د بمبارۍ له وېرې د یوې مودې لپاره خپل کورونه پرېښي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.