افغانستانځانګړي برخهراپورونه

طالبانو په دُرو د خلکو وهل ډېر کړي؛ خو پر اخلاقي فساد تورن طالبان بې سزا ګرځي

کابل ټیلیګراف – ۱۶ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال 

په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې د يو شمېر طالب چارواکو د اخلاقي فساد ويډيوګانې خپرې شوې او دغه کسان د مجازات پرځای مکافات او نورو دندو ته تبديل شوي؛ د طالبانو د سترې محکمې راپورونه څرګندوي چې دوی پر دُرو باندې د خلکو وهل زیات کړي دي.

د چارو شننونکي او د ټولنيزو شبکو فعالان پر طالبانو نيوکه کوي چې خپل وګړي يې د هر ډول جرم په ترسره کولو نه محاکمه کېږي خو عام خلکو ته په ډېرو عادي مسايلو کې د شرعیت په نوم سزا ګانې ورکوي.

يوه اوونۍ کې ۳۰ کسان

د کابل ټلیلیګراف د معلوماتو پر بنسټ، يوازې په تېره يوه اوونۍ کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۳۰ کسان په بېلابېلو تورونو په دُرو وهل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په دغه موده کې په کندز کې يو، په زابل کې ۷، په کابل کې ۱۶، په میدان وردک کې ۴ او بغلان کې ۲ کسان په دُرو وهل شوي دي.

د دغو کسانو له ډلې، پرون په زابل ولايت کې ابتدایه محکمې د يوې ښځې په ګډون ۷ کسان په دُرو وهلي دي.

په دغو کسانو کې څلورو کسانو ته د غلا او لواطت او د يوې ښځې په ګډون درېیو کسانو ته د نا مشروع اړیکو په تور تعزیري سزا ورکړل شوې ده.

دغه راز تر دغې يوه ورځ وړاندې يې په کابل کې له نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې نهه کسان په دُرو  وهلي دي.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې ۹ کسانو ته د نشې ټابلېټونو (ذيکپ او کا)، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،  تعزیري سزا ورکړل شوه.

د خلکو نیوکې

پر طالبانو نیوکه کوونکي، دیني عالمان او د نظر خاوندان پر طالبانو نیوکه کوي چې طالبان يوازې نورو ته سزاګانې ورکوي او د دوی خپل خلک له دا ډول سزاګانو معاف دي.

د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت شورا ویاند او ديني عالم رحمت الله اندړ وايي چې طالبانو ځانونه د شرعیت او اسلام نه بلکې شرعیت او اسلام یې د ځان تابع کړی دی.

دی طالبانو ته په اشارې سره وايي: ((فحشاء هم تاسې کوئ، ویډیوګانې هم خپله ورڅخه اخلئ، رسنیو ته یې هم تاسې یو د بل پر ضد ورکوئ او ملامتي په نورو اړوئ، ښکنځل هم نورو ته کوئ !!!!))

د تېر جمهوري نظام اړوند د بشري حقونو په چارو کې د دولت وزیر عبدالاحد فرزام وايي چې د طالبانو دا کړنه ښکاره جنایت دی.

دی وايي: ((هغه څه چې طالبان يې په افغانستان کې د اسلام او شرعیت په نوم تطبیقوي، صحرايي او خپلسرې محکمې دي چې جنایت ګڼل کېږي.))

دغه راز د بشري حقونو يوه فعاله او د بشري او سیاسي مسایلو تحلیلګره رحیمه پوپلزۍ هم د طالبانو دا ډول کړنې د خلکو د ډار او د خپل حکومت د بقا لپاره کوي چې څوک د دوی پر وړاندې غږ پورته نکړي.

هغه وايي: ((که واقعال طالبان د قصاص او حدودو په اجرااتو همداسې دوامداره لاړ شي نو لویه موخه یې د خلکو ډارول دي.))

د بشري حقونو نړیوال څارونکي بیا له وکيل پرته د خلکو محاکمه او په درو باندې د خلکو وهل له انساني او بشري حقونو څخه سرغړونه ګڼي او له طالبانو غواړي چې په محاکمو کې شفافیت رامنځته کړي.